د اوسپنې پټلۍ له لارې له چین څخه هېواد ته د انتقالاتو بیا پیل

د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادو ترمنځ نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې له چین څخه را روان شوي سوداگریز توکي قرغزستان هېواد ته تر رسېدو وروسته اوسپنې پټلۍ کې بار شول او تر څو ورځو به حیرتان بندر ته را ورسیږي. دغه انتقالات د واخان کورېډور شرکت له لوري کیږي.