د اوسپنې پټلۍ لوړ رتبه افغان او ايراني چارواکو له خواف-هرات اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه وکړه!
نن سه شنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي او د ایران اوسپنې پټلۍ شرکت معاون ښاغلي داودي او ورسره مل پلاوي د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ۳مې ټوټې څخه ليدنه وکړه.
دواړه لوریو د اوسپنې پټلۍ د وروستي وضعیت تر کتنې وروسته، د غوریان ولسوالۍ په روزنک ستیشن کې ګډه ناسته وکړه او تاکید وشو چې هر څومره ژر کېدای شي باید له دې مسیر څخه د سوداګریزو توکو انتقالات پیل شي.
ياده دې وي چې خواف-هرات ٣مې ټوټې اوسپنې پټلۍ ته د اوښتو زيانونو ترمیمات ٧ میاشتې وړاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مالي لګښت پيل او څه موده مخکې پای ته ورسېدل او
تمه ده ژر تر ژره له دې مسیر څخه له ایران هېواد سره انتقالات پیل شي.
د نشراتو آمریت
٢٢ حمل ١٤٠٢ه.ش.