د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست ٢٠ تنه تخنیکي کارکوونکي سوګډیانا ټرانس کمپنۍ ته د عملي زده کړو لپاره معرفي شول!

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۶:۴۵
معرفی 20 کارمند

دغه تخنیکي کارکوونکي به د ٦ میاشتو لپاره د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ چې د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ انتقالات او حفظ و مراقبت ترسره کوي، له متخصصینو څخه د رېل پټلۍ اړوند د انتقالاتو او حفظ و مراقبت په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کوي.

همدارنګه په پام کې ده د دغو ٢٠ تنو تر فراغت وروسته، یوه بله ډله تخنیکي کارکوونکي یادې کمپنۍ ته د عملي زده‌کړو په موخه معرفي شي.

معرفی 20 کارمند


د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي تر ممکن کچې خپلو کارکوونکو ته د عملي زده‌کړو چانس برابر کړي، څو وکولای شي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې په افغاني کدرونو مخ ته یوسي.

د نشراتو آمریت

٢ جوزا ١٤٠٢ه.ش

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول