د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ له تاسیساتو څخه منظم او دوامداره ساتنه
د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ د اوزبیکستان اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د منځنۍ آسیا سره نښلوي او د هېواد سوداګریزو او ترانزیتي لیږد رالیږد، یوه له اصلی لارو څخه ده چې هره ورځ د سوداګریزې توکې په لسګونه واګونونه لیږدوي.
د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ اصلی کرښې ۷۵ کیلومتره او فرعی کرښې یې ۳۱ کیلومتره اوږدوالۍ لري، چې په مسیر یې د حیرتان، جیرتان، تازه امید، نایب آباد او مزارشریف عملیاتي او ترانزیتي تمځایونو کې قرار لري.
یاد پروژه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې بشپره او ګټې اخیستلو ته سپارل شوي وه او له هغې وخت وروسته د نړیوالو معیارونو سره سم ساتل شوې ده.
د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست، په ورځنۍ، اوونیزه او میاشتنۍ کچه د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ له تمځایونو، پلچکونو، لوکوموتیفونو او واګونونه په منظمه توګه نظارت او ساتنه کوي.
یاد ریاست، د (سوګدیاناترانس) اوزبیکستاني شرکت په همکارۍ سره په دوامدار توګه د دې اوسپنې پټلۍ له احتمالی نیمګړتیاوې او احتمالي زیانونه او د دمخابراتي سیستم (سیګنالیګ) څخه نظارت کوي او د هغوی مشکلاتو ته رسیدګی کړي ده.
د یادونې وړ ده چې د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لیږد ـ رالیږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده.
له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د زیربنایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ، تل هڅه کړې چې له شته امکاناتو، تجهیزاتو او تاسیساتو په غوره توګه ساتنه او څارنه وکړي.