د ریاست الوزراء محترم مقام له لوري د اوسپنې پټلۍ ادارې ستاینه
د ا.ا.ا رياست الوزرا محترم مقام له لوري ملت ته د شفاف او پر وخت حساب ورکولو له امله د اوسپنې پټلۍ اداره وستایل شوه او د محترم ملا برادر آخند په لاس د ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت ته ستاینلیک ورکړل شو. یاده دې وي چې ادارې په رسنیو مرکز کې خپل د تیرکال د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د یوه رسنیز کنفرانس له لارې ملت ته وړاندې کړ چې د ادارې په استازولي د ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت، تخنیکي معاون انجینر عبدالباري صدیقي او د ادارې ویاند عبدالسمیع دراني په کې گډون کړی وو.