د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس د مبارکي پیغام

Sayed Zaher Mo…
عید فطر تبریکی

د اسلامي امارت مشرتابه، علماء کرامو، مخورو، جهادي شخصیتونو، استادانو، کدرونو، وروڼو او خویندو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. د الله تعالی په مرسته او د افغان مېړني ولس په بېسارې قرباني د ویاړ ځای دی چې ګران هېواد مو له اشغالګرو پاک، اسلامي نظام حاکم او مثالي امن او ډاډ ټول هېواد کې خپور دی.

سپېڅلی ذات دې د ټولو هېوادوالو طاعات او عبادات قبول او خوښي ور په برخه کړي. د اوسپنې پټلۍ رهبري او ټول پرسونل په پوره اخلاص او صداقت زیار باسي څو هېوادوالو ته په خدمت کولو سره سوکالي ورپه برخه کړي.

په پای کې له الله تعالی څخه غواړم چې هیواد مو نېکمرغه او ګران هېوادوال مو سوکاله، ارامه، بریالي او خوښ ولري.

الله دې له ټولو هېوادوالو راضي شي.

په درناوي؛

ملا بخت الرحمن شرافت

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس

وروستي خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۸ - ۱۱:۶
Background image

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست د مبارکۍ پیغام

په لومړي سر کې امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة. الله آخندزاده حفظه الله، رئیس الوزراء ملا محمد. حسن اخند، د هغه مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، علماء کرامو، مجا.هدینو، قومي مخورو، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۹:۲۴
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د خواشینۍ پیغام او مرستې اعلان

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ.

تېره شپه په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس د مبارکي پیغام

د اسلامي امارت مشرتابه، علماء کرامو، مخورو، جهادي شخصیتونو، استادانو، کدرونو، وروڼو او خویندو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. د الله تعالی په مرسته او د افغان مېړني ولس په بېسارې . . .

Back to announcements