په عقرب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۹۹۹۸۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۱ عقرب میاشت له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۹۹۹۸۹) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۹۹۸۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۹۳۷۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۶۳۱) ټنه واردات چې ټولټال (۴۹۹۹۸۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په عقرب میاشت کې له هېواد څخه (۲۰۵۰) متریک ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۳/۰۹/۱۴۰۱هـ.ش