په چنګاښ میاشت کې له ۴۹۴ زر ټنونه زیات سوداګریز او خوراکي توکي وارد شوي دي

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۵:۲۳
انتقالات ماه سرطان

د حیرتان-مزارشریف، أقینې او تورغونډۍ اوسپني پټلۍ له لارې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په میاشت کې، نږدې ۸ زرو ۲۰۰ واګونونو پرواسطه سوداګریز توکي هېواد ته وارد شوي دي.

په دې شمېر واګونونو کې د ۴۹۴ زره ۳۰۰ ټنو نه زیات خوراکي توکي، نفتي ، ودانیز او نور اساسی مالونه ليږدول شوي دي.

په ټولییزډول د وارد شویو توکیو له ډلې، ۲۵۳ زره ۵۰۰ ټنه يې خوراکي توکي( غنم، وړه او غوړي)، نږدی ۱۲۵زره ټنه یې نفتی توکي (تیل او اوبلن ګاز)، ۹۳ زره ټنه یې ودانیز او پاتې ۲۲ زره ټنه يې نور اساسی مالونه شامل دي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې هڅه کړې د حیرتان-مزارشریف، أقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږدولو بهیر په منظم ډول او له ځنډ پرته تر سره شي، ترڅو سوداګریز مالونه په ښه توګه اصلي ځای ته ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې اوس مهال افغانستان د حیرتان-مزارشرف، آقېنې او تورغنډۍ اوسپنې پټلۍ له لاری د ترکمنستان، اوزبیکستان، قزاقستان، چین، آذربایجان، اوکراین او روسيي هېوادونه د اوسپني پټلۍ له شبکې سره نښلول شوي دي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۳۳
Background image

په حوت میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت میاشتي له لومړۍ نېټې د همدې میاشتي تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په ياده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۴:۱۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې. . .

ټول