ښاغلی میرویس میرزکوال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره، د مالی او اداری معاون په توګه وپیژندل شو

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۳:۲۶
معرفی معاون مالی و اداری

ښاغلی میرویس میرزکوال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره د وړاندیز پربنسټ او د جمهوري ریاست د عالي مقام، د دې اداره د اداری او مالی معاون په توګه وپیژندل شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې منظور په افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره کې ترسره شول، د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره لوی رییس او د ټولګټو وزارت سرپرست ښاغلی محمدیما شمس، د دې اداره تخنیکی معاون انجنیر عبدالباری صدیقی، ځېنی دولتی چارواکو، میلمنو او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره ګڼو رئیسانو او کارکوونکو، حضور درلود.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره لوی رییس د ښاغلي میرویس میرزکوال ټاکنه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره د حسابی او مالی معاون په توګه یو نیک او پرځای اقدام وبله او د امیدوارۍ څرګندونه وکړه چې د هغه په تلو به د دې ادارې د حسابی او مالی چارو د اړوندو کارونو په غوره توګه به پرمخ ولاړ شي.

ده زیاته کړه، دې ته په پام چې د افغانستان اوسپني پټلۍ اداره یوه مهمه او عایداتي اداره بلل کېږي او د اوسپني پټلۍ د جوړولو پر سترو پروژو کار کوي، باید مالي او اداری برخه د دې پروژو د پلي کېدو په موخه د تخنیکي برخې په مرسته آسانتیاوې برابرې کړي.

معرفی معاون مالی و اداری خط آهن


په همدې حال کې ښاغلي میرویس میرزکوال د جمهوري ریاست د محترم مقام، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره لوی رییس له اعتماد څخه يې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په اغېزمن او ټولیز توګه د کارونو پرمخ بیولو په منظور له هیڅ ډول کوښښ او هڅې څخه لاس له شا نشي.

په پای کې، ښاغلی میرویس میرزکوال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواک اداره او د ټولګتو وزارت سرپرست ښاغلی شمس او نورو همکارانو له لوري، خپل کاري په دفترکې لارښودنه وشوه او د دوی لپاره د لابریاوو هیله يې وکړه.

د یاد وړ ده چې ښاغلی میرویس میرزکوال د ادارې او حسابی په برخه کې له لسو کالو ډېر په افغانستان مختلفو ادارې کې کار کړی ده.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د اوسپنې پټلۍ له لاری د لیږد خدمتونو وړاندی کول دوام؛ په تیره میاشت کې تر ۲۹۶ زره ټنه ډېر توکې لېږد شوی

د حيرتان ـ مزارشريف، تورغندۍ او آقينې اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتې مالونو لېږد هره ورځ او په منظم ډول دوام لړي. په ورستې میاشت کې، ۴ زره او ۶۸۴ واګون چې تجارتې مالونو باندې بار وو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۳۴
Background image

د اوسپنې پټلۍ د پراختیا لپاره د ژمنو او هڅو دوام

د افغانستان اوسپنې پټلۍ مالي او اداري مرستیال، میرویس میرزکوال د دې ادارې له یو شمېر کارکونکو سره ولیدل، او د کوچنۍ اختر در مبارکې ترڅنګ یې دوی ته د ملي او کاري مسوولیتونو په ترسره کولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ساتنه

د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لیږد ـ رالیږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده.

له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د. . .

تول