اداري جلسه؛ تعیین شوی رسمي وخت امانت دی
نن چهارشنبه د تلې ۱۳ مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په مشري اداري نوبتي غونډه وشوه. په دې غونډه کې چې د ادارې دواړه مرستیالان، مشاورین، رئیسان او آمرینو ګډون کړی وو، په مهمو موضوعاتو تفصیلي بحثونه وشول.
غونډه د قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ادارې عمومي رئیس مقدماتي خبرې وکړې او په اداره کې یې له رامنځ ته شوې همغږي خوښي وښوده. ښاغلي شرافت وویل: د ا.ا.ا کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د ادارو کارمندانو ته د رسمیاتو تعیین شوی وخت موږ ته را سپارل شوی امانت دی، نه یوازې دا چې خپلې چارې په تعیین شوي وخت برابرې کړو، بلکې دا سپېڅلی نظام اړتیا لري چې تر ټاکلي وخت ډیر کار وکړو، دا به مو له دولت سره احسان وي او الله د نیکو خلکو احسان نه ضایع کوي.
ورپسې د دفتر رئیس د ادارې د مختلو ریاستونو او آمریتونو د بحث وړ موضوعات چې په اجنډا کې شامل وو، وړاندې کړل او په پوره تفصیل سره بحث پرې وشو. د ادارې د مقام لخوا اړوند ریاستونو او آمریتونو ته په وړاندې شويو موضوعاتو د حل او لا ښه والي په موخه بیلابیلې دندې وسپارل شوې چې په بله اداري جلسه کې به یې د اجرآتو راپور وړاندې کیږي. همداراز غونډه کې پرېکړه وشوه چې حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ اداري تعمیر جوړ شي او د اوسپنې پټلۍ اړوند د استملاک او املاکو د معلوماتو لپاره ځانګړی کمپیوټري سیستم ترتیب شي.
غونډه د ادارې د مدرس له خوا په دعاء کولو سره پای ته ورسیده.
د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشرآتو آمریت
۱۳/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.