تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۱۹۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د قوس له ۴ مې تر ۱۰مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۱۹۵۳) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۰۱۴۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۳۷۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۵۴۳۷) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۲۱۹۵۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۱۲۰) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۲/۰۹/۱۴۰۱هـ.ش.