د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست په مشري پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ!

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۰:۶
سفر به ازبکستان

نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د امارتي ادارو ګډ پلاوي ازبکستان هېواد ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال پروسې د نهايي کولو لپاره سفر وکړ.

دغه پلاوي کې چې د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او مالیې وزارت استازي هم شامل دي، ازبکستان کې به د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسؤلیتونو د انتقال او له یاد هېواد سره د یوه تفاهم لیک نهايي کولو اړوند مفصل بحثونه وکړي.

تمه ده دغه سفر کې د تفاهم لیک لاسلیکولو سره د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو انتقالات بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.

 د نشراتو آمریت

۱۹ سلواغه ١٤٠١ ه.ش

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول