د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د سنګان - خواف اوسپنې پټلۍ څخه لیدنه وکړه!
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل هیئت د سنګان - خواف اوسپنې پټلۍ څخه چې د ایران په خاوره کې د سنګان اوسپنې معدن، معدني مواد د ایران بېلابېلو ښارونو ته لېږدوي، لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې په ترڅ کې د سنګان- خواف اوسپنې پټلۍ بېلابېلې برخې لکه په واګونونو کې د معدني موادو تخلیه او بارګیري، لېږد را لېږد او د فرعي پټلیو څرنګوالی او حفظ او مراقبت له نږدې وکتل شول او د ایراني مسؤلینو له لوري افغان هیئت ته په یادو برخو کې اړین معلومات وړاندې شول.
همدارنګه د دغه لیدنې په دوام د ایران سنګان معدني سیمه کې چې د افغانستان له معدني سیمې (غوریان) سره نښتې ده او د اوسپنې پټلۍ پر مټ اړیکه لري، د معدني موادو د استخراج او پروسس له یوې مهمې کمپنۍ څخه هم لیدنه وشوه او د یادې کمپنۍ استخراجي ظرفیت، ماشینري، تأسیسات او تولیدي پروسه وکتل شوه او په اړه یې مهم معلومات ترلاسه شول.
یاده دې وي چې د سنګان ـ خواف اوسپنه پټلۍ د شمتیغ له صفري نقطې تېریږي او د هرات ولایت تر روزنک ستیشن پورې د ۶۲ کیلومتره په اوږدوالي دوام لري چې هېواد مخامخ له ایران سره وصلوي او د غوریانو اوسپنې معدن د استخراج په صورت کې به د یاد معدن، معدني مواد له همدې اوسپنې پټلۍ څخه لېږدول کیږي.
۱۱ وږی ۱۴۰۲هـ.ش.