د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز څلورومې قطعې د جوړولو چارې روانې دي

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۲:۵۶
ARA

د خواف هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز د څلورومې قطعې د جوړولو چارې رواني دی. تر دې مهاله د یادې پروژې د بدنه جوړوني، د وړو تېږو اچول، د سیخونو تړل او د کانکریت اچولو ځینې کارونه بشپړه شوي.

یاده پروژه د ۴۳ کیلومتره په اوږدوالي سره د هرات ولایت له غوریان، زنده جان او انجیل ولسوالیو څخه تیریږې او د خواف هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې په دوام چې له دې مخکی یې چارې د ۶۳ کیلومتره په اوږدوالي سره بشيړې شوي وې، جوړیږي.

د خواف هرات اوسپنې پټلۍ د لومړي فاز، څلورمې قطعې د جورولو هوکړه لیک د INKON KZ قزاقستاني شرکت سره لاسلیک شوي وه، او لګښت یې چې ۵۸.۵ میلیونه ډالرو ته رسیږي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یاد ونې وړده چې د خواف هرات اوسپنې پټلۍ د دویم فاز، څلورومه قطعه چې ۴۴ کیلومتره اوږدوالی لري د ډیټل ډېزاین پروسې چارې یې بشپړې شوي او دا مهال یې د ساختمان جوړولو چارې په تدارکاتې پړاو کې دي.

وروستي خبرونه او راپورونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ساتنه

د تاسیساتو خونديتوب، د انتقالاتو دوام، د امنیت ټینګیښت او د قطارونو لیږد ـ رالیږد لپاره د اوسپنې پټلۍ ساتنې یوه دوامداره او مهمه پروسه ده.

له همدې امله، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۸ - ۱۶:۳۲
Background image

په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلینو د عملي او تجربوي روزنې دوام

په اوزبیکستان کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ محصلینو د اوسپنې پټلۍ ادارې چارې د ښه ترسره کېدو په موخه، په نظري او تخصصي روزني سربېره، عملي او تجربوي دورې زده کړې هم کوي.

تر اوس مهاله،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۷
Background image

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلوروې قطعې د لومړۍ فاز د جوړونې چارې ۴۰ سلنه بشپرې شوي دي

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ څلوروم قطعې د لومړۍ فاز د ساختماني جوړونې چارې شاو خوا ۴۰ سلنه بشپر شوی دی. تر اوسه د دې پروژې د بدنه سازی، د وړو تېګو توییدل، د سیخونو تړل او کانکریت اچولو. . .

تول