تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
تېره اوونۍ کې (د تلې له ۲۲ تر ۲۸) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۱۳۷) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۲۰۹۱) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۳۶) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۲۵۰) ټنه واردات چې ټولټال (۱۰۲۸۷۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۲۶۰) ټنه صادرات شوي دي، چې لویه برخه یې ټالک پوډر دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۳۰/۰۷/۱۴۰۱هـ.ش.