تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۱۷۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د کب له ۵ تر ۱۱) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۱۷۸۱) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۹۲۶۴) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۲۰۹) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۰۳۰۸) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۴۱۷۸۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۱۰۱۹) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۳/۱۲/۱۴۰۱ هـ.ش.