تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۰۷۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره اوونۍ کې (د وږي له ۴ تر۱۰ مې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۰۷۶) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۵۲۷) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۶۲۹) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۱۱۱) ټنه واردات چې ټولټال (۸۲۲۶۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
همداراز تېره اوونۍ کې ټولټال (۳۸۰۹) ټنه صادرات شوي دي. چې لویه برخه یې ممیز دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۳/۰۶/۱۴۰۱هـ.ش.