د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره رییس او ټرانسپورټ وزارت سرپرست د اسپانيا سفير سره وکتل

د افغانستان اوسپنې پټلۍ رئيس او د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، محمد يما شمس د اسپانيا هيواد سفير، ښاغلي ګيبرائيل فراين سره د ۵ مه کب میاشت، په خپل دفتر کې وکتل او خبرې اترې يي وکړې.
په پيل کې ښاغلي فراين لخوا محمد يما شمس ته د نوې ګمارنې مبارکي وويله، او د دواړو هيوادونو ګډ کار ته يي خوښي او د افغانستان ټرانسپورټي سکتور څخه يي ملاتړ څرګند کړ.
ښاغلي شمس د ښاغلي فراين راتګ ته ښه راغلاست وويل او د اروپايي ټولنې هيوادونو څخه يي په ظرفيت لوړولو، مديريت او د افغانستان اوسپنې پټلۍ د جوړښت برخه کې مننه وکړه او هغه يي د افغانستان اوسپنې پټلۍ په رامنځته کولو او وده کې مهم وبلل.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ رئيس او د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، زياته يي کړه د اسپانيا هيواد کولى شي چې د واګونو ګټې سپارلو، په بنسټيزو برخو کې پانګه اچونه چې د ګيچ تغير قابليت لري او په راتلونکې کې زموږ سره د اوسپنې پټلۍ پروژو کې دې ځانګړې مرسته ولري ځکه چې اسپانيا هيواد يو له مخکښو هيوادونو څخه دى چې د ګيچ مشکل په برياليتوب سره حل کړي.

همدارنګه، همدارنګه ښاغلي شمس د افغانستان فضايي مديريت په رامنځته کولو، د پانګې اچونې او فضايي مديريت (TiR) برخه کې دافغانانو په ظرفيت لوړولو او د ځمکني تير سيستم په اړه خبرې وکړې، وې ويل په دې برخه کې د ګډ کار فرصت شتون لري.
ښاغلي شمس دې سيمې اتصال يي مهم ياد کړ او زياته يي کړه چې اوس وخت را رسيدلى چې موږ دې سيمې اتصال لپاره عملي ګامونه واخلو کنه بغير له دې به آسيا په همدې حالت کې پاتې شي.
په دې برخه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ رئيس او د ټرانسپورټ وزارت سرپرست، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له اقداماتو ياده وري وکړه چې افغانستان د ريل په واسطه له ډيرو هيوادونو سره نښلول شوى دى او دا پروسه لا هم روانه ده.