د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

نن سه شنبه د تلې ۵ مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
دې ناسته کې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال انجینر عبدالباري صدیقی هم گډون درلود، د اوسپنې پټلۍ اړوند همکاریو باندې مفصل بحثونه وشول. همداراز د ترکمنستان هېواد له لوري د اوسپنې پټلۍ په برخه کې افغان محصلینو ته په ورکړل شوې تعلیمي بورسیو هم بحث وشو.
د ادارې سرپرست ښاغلي شرافت د محصلینو د پروسې په اړه ډاد ورکړ چې محصلین معرفي شوي او د پاسپورت چارې یې تر کار لاندې دي. ښاغلي شرافت وویل: اوسپنه پټلۍ د یوې کورنۍ حیثیت لري، باید د یوې کورنۍ په شان رول و لوبوو او د هېوادونو ترمنځ هر اړخیزه همکاري پیاوړي کړو.
ښاغلي عوضوف هم په هر اړخیزه همکاریو ټینگار وکړ او هیله یې وښوده چې دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړي شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره
د نشرآتو آمریت
۰۵/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.