د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د خواشینۍ پیغام او مرستې اعلان

Sayed Zaher Mo…
زلزله

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ.

تېره شپه په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ ګرانو هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري او ټول پرسونل په دې خواشینونکې پېښه خپله غمرازي څرګندوي. الله تعالی دې شهیدانو ته جنت، ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا او زیانمنو ته نعم البدل ورکړي.

ټول واک او ځواک یوازې د سپېڅلي ذات دی، هېڅ کار هم د الله تعالی له ارادې پرته شونی نه دی. صبر کول د نېکو مؤمنانو ځانګړنه ده. پاک رب دې زیانمنو ته صبر نصیب کړي.

د اوسپنې پټلۍ اداره د عمومي رئیس د نېمې میاشتې معاش، د مرستیالانو لخوا ۵۰۰۰، د ریسانو ۱۰۰۰، آمرینو ۵۰۰ او نور پرسونل هر تن ۱۰۰ افغانۍ له زیانمنو سره مرسته کوي او تر دوی به یې ورسوي. که هر افغان سل افغانۍ هم مرسته وکړي او په شفافه توګه تر زیانمنو ورسیږي، کلي به بېرته ورغول شي او د زیانمنو اړتیاوې به پوره شي. همداراز موږ له ټولو اړوند ادارو، خیریه بنسټونو، نړیوالو ادارو او اهل خیر اشخاصو څخه هیله کوو چې خپلې مرستې ژر تر ژره زیانمنو ته ورسوي.

۱/۰۴/۱۴۰۱

ملا بخت الرحمن شرافت

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رئیس

وروستي خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۸ - ۱۱:۶
Background image

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست د مبارکۍ پیغام

په لومړي سر کې امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة. الله آخندزاده حفظه الله، رئیس الوزراء ملا محمد. حسن اخند، د هغه مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، علماء کرامو، مجا.هدینو، قومي مخورو، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۹:۲۴
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د خواشینۍ پیغام او مرستې اعلان

وَ بَشِّرِ الصَّابِرينَ أَلَّذينَ إِذا أَصابَتْهُمْ مُصيبَةٌ قالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ.

تېره شپه په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د اوسپنې پټلۍ ادارې رئیس د مبارکي پیغام

د اسلامي امارت مشرتابه، علماء کرامو، مخورو، جهادي شخصیتونو، استادانو، کدرونو، وروڼو او خویندو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم. د الله تعالی په مرسته او د افغان مېړني ولس په بېسارې . . .

Back to announcements