د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامه پیل شوه!

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۶:۳۱
ارتقا ظرفیت

پرون یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ځینې کارکوونکو ته د ابتدایي اداري او دفتري اړینو هنرونو روزنیزه برنامه د دې ادارې د مسؤلینو له لوري پیل شوه.
دغه افتتاحیه مراسم چې د قرآنکریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول، ورپسې د ادارې ارشد مشارو ښاغلي انجنیر میرویس غفوري او د دفتر رئیس ښاغلي شفیق احمد ریان د دې برنامې د ارزښت او گټو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د مراسمو په بله برخه کې دغه روزنیزه برنامه چې په کې به د ادارې کارمندانو ته د بشري سرچینو، پلان جوړونې، ارزیابي، معلوماتي ټکنالوژي، تحریراتو او نورو اړینو څانگو روزنه ورکول کیږي، د ادارې د تخنیکي معاون، مشاورینو او ریسانو له لوري افتتاح شوه.
د دغې روزنیزې برنامې لومړۍ پړاو ۱۵ ورځې دی او تر پای ته رسېدلو وروسته به یې بله ۱۵ ورځنۍ مرحله پیل او د هرې مرحلې تر پای ته رسېدو وروسته آزموینه اخیستل کیږي او هغه کسان چې لوړې نمرې اخلي، ستایل کیږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي خپلو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړلو برنامې برابرې کړي، څو وکولای شي د دوی ظرفیت لا هم لوړ او د ادارې اهدافو ته په اسانۍ سره ورسیږي.
د نشراتو آمریت
۲۹ کب ۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۳۳
Background image

په حوت میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت میاشتي له لومړۍ نېټې د همدې میاشتي تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په ياده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۴:۱۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې. . .

ټول