د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان هېواد ته روان شول !

Sayed Zaher Mo…
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۵
سفر13 تن

نن شنبه د جدې ۲۴مه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لومړۍ ډله ١٣ تنه کارکوونکي د لنډ مهاله تخنیکي زده‌کړو لپاره د تورغونډۍ بندر له لارې ترکمنستان هېواد ته په سفر روان شول.

تر سفر مخکې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت له یادو کارکوونکو سره د همغږي ناسته وکړه او دوی ته یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

سفر 13 تن به ترکمنستان


دغه ١٣ تنه کارکوونکي به د ٣ میاشتو لپاره یاد هېواد کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تخنیکي زده‌کړې کوي او تر راګرځېدو وروسته به د دوی له تجربو، هنر او مسلک څخه د اوسپنې پټلۍ ادارې کې ګټه اخیستل کیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي له ګاونډيو هېوادونو څخه د اوسپنې پټلۍ اړوند نورې تعليمي بورسیې هم ترلاسه کړي څو وکولای شي د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې د افغاني کدرونو پر مټ مخ ته یوسي.

 د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

١٤٠١/١٠/٢۴

وروستي خبرونه او راپورونه

شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۲:۳
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۵۱۰۴) متریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د حمل له ۴ تر ۱۰) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۱۲۵۱۰۴) متریک ټنه انتقالات شوي دي.

 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۸۵۶۰) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۶۳۴) ټ. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۳۶۷۲) متریک ټنه انتقالات شوي دي!

تېره  اوونۍ کې (د کب له ۲۶مې د حمل تر ۳) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۱۲۳۶۷۲) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
 د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۶۴۶۵) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۶:۳۱
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامه پیل شوه!

پرون یکشنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ځینې کارکوونکو ته د ابتدایي اداري او دفتري اړینو هنرونو روزنیزه برنامه د دې ادارې د مسؤلینو له لوري پیل شوه.
دغه. . .

ټول