د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د جوړولو اړتیا

د ۱۹۴۰ کال په وروستیو کې، د نړیوالو اوسپنو پټلیو له لارې ، د مسافرینو او توکو د لیږد رالیږد لپاره، د قانوني اقتصادي معیارونو او سټنډرتونو د جوړولو بیړنۍ اړتیا پیدا شوه، نو د سیمه ایزو وسپنو د پتلیو تر منځ د همکارۍ سازمان (OSJD ) د جوړښت لپاره ځینې کارونه تر سره شول. د د سازمان د بنسټ ایښودنې لومړني اسناد د ۱۹۵۱ کال په ترڅ کې طرح او تایید شول چې، د ۱۹۵۱ کال د نومبر په لومړۍ نیټه یې د پلي کولو چارې پیل شوې.

څوکاله پس، په تړونونو کې ژور بدلونونه راغلل او د اوسپنې پټلۍ په وسیله د نړیوالو مسافرو د ټرانسپورټ تړون ( SMPS) او د اوسپنې پټلۍ په وسیله د توکو د ټرانسپورټ تړون ( SMGS) نومونه ورته ورکړل شول. د تړون د برخه والو اړخونو شمیر هم زیاتیدو، د اوسپنې پټلیو د کمپنیو تر منځ همکاری هم پراخیده ، د مسافرو شمیر هم مخ په زیاتیدو وو او د موادو د لیږد رالیږد کچه هم د لیدو وړ زیاتیده.

ګڼ شمیر هیوادونو چې د اروپا او اسیا تر منځ په ټرانسپورټي لیږدرالیږد کې یې ونډه درلوده، بیل بیل ملي قوانین درلودل.  د OSJD لخوا بشپړ او منل شویو قانوني نورمونو او اسنادو د دغو بیلابیلو ملی قوانین ترمنځ د همغږۍ او یو شانته کیدو لپاره زمینه جوړه کړه. OSJD د اسیا او اروپا تر منځ د کانټینرونواو لیږد رالیږد په ګډون او همدارنګه د اوسپنې پټلۍ د سیالۍ د وړتیا او اغیزمنتوب لپاره ، د اوسپنې پټلۍ د ټرافیک د پرمختګ لپاره فعالیتونه پیل کړل. OSJD د اوسپنې پټلیو د ټرانسپورټ په ډګرکې، د ډیرو نړیوالو سازمانونو سره همکاري کوي، لکه د اروپا د کمیسیون د UNECE, UNESCAP, DG MOVE او OTIF, CIT, EAEC, UIC, ERA, CCTT, UITP, FIATA, FTE او داسې نورو سره.

د (OSJD) د غړیتوب لپاره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره (ARA) غوښتنلیک د 2014 کال د جون دمیاشتې په 6 نیټه تایید او ومنل شو. اوس همال دغه سازمان د افغانستان په ګډون، ۲۸غړي لري.