د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د سروې تخنیکي ټیم وستایل شو

Sayed Zaher Mo…
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۷:۴۴
افغان ترانس

نن سه شنبه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري لخوا د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د ابتدایي سروې افغان تخنیکي ټیم وستایل شو.

د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ ابتدایي سروې څه موده مخکې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان اوسپنې پټلیو تخنیکي ټیمونو له خوا په بریالیتوب سره وشوه چې د افغان تخنیکي ټیم مشري انجینر میرویس غفوري کوله او غړي یې انجینر شاه پور محمدي، انجینر محمدیار صمیم او انجینر احمد تمیم آرمان وو، چې نن د ادارې  د تخنیکي معاون انجینر عبدالباري صدیقي، تخنیکي متخصص انجینر محمد امین ناصر او دفتر رئیس شفیق احمد ریان په لاسونو ستاینلیکونه ورکړل شول.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په کتو تل دا هڅه کوي چې خپل پرسونل په مادي او معنوي توګه وستایي، څو لا ډیر د دین او هېواد لپاره په اخلاص او زحمت سره دنده اجراء کړي.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشرآتو آمریت

۰۱/۰۹/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول