د اوسپنې پټلۍ ادارې او د مالیې وزارت تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

Sayed Zaher Mo…
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۸:۴۱
تفاهم نامه

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عملیاتي مرستیال، ښاغلي انجنیر میرویس غفوری، د چهار شنبې پر ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال، ښاغلي عالم شاه ابراهیمي سره، د ګمرکونو او عوایدو په معینیت کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک موخه د مالیې وزارت او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په اجرااتو کې یووالي او همغږۍ، د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټي اقلامو د انتقالاتو حجم په تثبیت کې روڼتیا رامنځته کول، د لا زیاتې روڼتیا تامین، د ملي عوایدو لوړول او په کاري چارو کې غوره همغږي ده.

همداشان په دې هوکړه لیک کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او د مالیې وزارت مکلفیتونه او صلاحیتونه واضح شوي دي او دواړو ادارو یې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړه.

وروستي خبرونه او راپورونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۸:۵۳
Background image

د ریلي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ؛ په تېره ۶ میاشتو کې له ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره ټنه څخه ډیر سوداګریز توکې لیږدول شوي

د آقینې، تورغنډۍ او مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهېر په منظمه او ورځنۍ ډول تر سره کیږي؛ څرنګه چې د سږ مالي کال په ۶ لومړیو میاشتو کې له ۲ میلیونو او ۱۴۰ زره ټونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ اداره عمومي رییس له نړۍوال بانک سره د تخنیکي او مالي مرستو د جلبولو په موخه وکتل

د اوسپنې پټلۍ ادارې د پروژو د پلي کیدو لپاره، د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس، ښاغلي ولي خان شبګیر د نړیوال بانک د مالي او تخنیکي مرستې جلبولو په موخه، د دې بانک له ترانسپورټي مسوول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز د جوړونې چارې دوام

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړۍ فاز د ساختماني جوړونې چارې دوام لري. تر اوسه د دې پروژې د بدنه سازی، د وړو تېګو توییدلو، د سیخونو د تړلو، د پلونو او پلچکونو جوړولو او. . .

تول