د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي کارکوونکو ايران هېواد ته د زده‌کړو لپاره سفر وکړ!

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۲:۲۹
سفر ایران

نن دوشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ۴ تنه تخنیکي کارکوونکو د ایران هېواد تهران ښار ته سفر وکړ، څو هلته د رېل پټلۍ اړوند د درزین (نقلیه وسیله) او سیګنالینک او ارتباطاتو اړوند عملي زده‌کړې ترلاسه کړي.

د لنډمهاله روزنیزې برنامې تر فارغېدو وروسته به د دغه کارکوونکو له زده کړو او تجربو څخه د خواف-هرات رېل پټلۍ کې ګټه اخیستل کیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په ټول توان کوښښ کوي د خپلو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په موخه روزنیزې برنامې ترتیب کړي.

۱۵ جوزا ۱۴٠٢هـ.ش

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول