د اوسپنې پټلۍ درې اړخیزه ناسته؛ افغان حکومت د ابتدایي سروې لپاره پوره چمتوالی لري.

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۲۱:۵۱
VTC 3

نن دوشنبه (۰۶/۰۴/۱۴۰۱ هـ.ش.) له غرمې وروسته د افغانستان، ازبکستان او پاکستان هېوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارو ترمنځ په انلاین بڼه درې اړخیزه ناسته وشوه.

د دې ناستې پيل د پاکستان او ازبکستان هېوادونو د هیئتونو له لوري په افغانستان کې د وروستیو زلزلو له امله د پېښ شوي انساني تلفاتو د غمرازي په پیغام سره وه. ورپسې درې لوریو د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر ابتدایي سروې مفصل بحثونه وکړل.

د ناستې په دوام کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست رئیس ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت وویل: "د افغان حکومت مشرتابه د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ پروژې عملي کېدو ته جدي پاملرنه لري، افغان کابینې ټولو امنیتي ادارو ته ځانګړی هدایت ورکړی دی چې د افغان ترانس پروژې د ابتدایي سروې لپاره د ټاکل شوي درې اړخیز هیئت ټینګ امنیت ونیسي".

همداراز ښاغلي شرافت له خپل اړخه د یادې پروژې ابتدایي سروې ته تیاری وښود. د غونډې په دوام کې ازبک او پاکستاني لوري هم د ابتدایي سروې لپاره چمتوالی وښود او پرېکړه وشوه چې د روان میلادي کال د جولای میاشت کې به د دریو هېوادو هیئت خپله سروې پيل کړي.

غونډه کې یو شمېر اړین تصامیم هم ونیول شول او درې واړه لوریو له یو بل څخه په مننې له دغه انلاین غونډې سره مخه ښه وکړه.

یاده دې وي چې افغان ترانس اوسپنې پټلۍ پروژه مرکزي اسیا له افغانستان څخه په تېرېدو له جنوبي اسیا سره نښلوي او په نښلېدو یې افغانستان د اسیا په څلور لارې بدلیږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو آمریت

۰۶/۰۴/۱۴۰۱هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د. . .

ټول