د اوسپنې پټلۍ د چارو افغاني کولو په دوام؛ له منصور فاتح شرکت سره د تخنیکي ملاتړ تړون لاسلیک شو

Sayed Zaher Mo…
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۹:۵۷
امضای قرارداد

نن دوشنبه د افغانستان ا.ا د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او منصور فاتح د اوسپنې پټلۍ او لوکوموتیونو د حفظ او مراقبت شرکت ترمنځ د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ملاتړ تړون د چارو ادارې لوی ریاست د رهبري او رسنیو استازو په حضور کې لاسلیک شو.

په همدې مناسب جوړ شوي مراسمو کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو تر تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رئیس محترم شیخ نورالحق انور خپله وینا واوروله. ښاغلي انور وویل: د ا.ا.ا ریاست الوزراء له ۶۴ او ۶۴۷ شمېرو احکامو د تعمیل له مخې د یادې پروسې لپاره د امارتي ادارو ګډ هیئت وټاکل شو، چې دا ده دا مهمه پروسه بریالی او نن یې قرارداد لاسلیک کیږي او د اوسپنې پټلۍ ادارې هڅې ستایو.

نورالحق انور


د دې مراسمو په دوام د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او د تیر قرارداد په زیانونو او نوي قرارداد په شرایطو او ګټو وغږېد. ښاغلي شرافت وویل: پخوانی قرارداد د هېواد په زیان وو، ځکه په کلني ډول قراردادي شرکت ته د ۱۵ میلیونه ډالرو شاوخوا پیسې ورکول کېدې، د اوسني قرارداد له مخې به نوي قراردادي ته د کال ۴ میلیونه شاوخوا امریکایي ډالر ورکول کیږي، ورسره اوسني قراردادي ته شرط اېښودل شوی چې په ۲ کالو کې به خپل ټول ظرفیت افغاني انجنیرانو ته انتقالوي.

ملا بخت الرحمن شرافت


د مراسمو پرمهال د منصور فاتح شرکت معاون ښاغلي بیسن بای مخانوف هم وینا وکړه، هغه وویل: دا چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره نوي تأسیس شوې ده، هڅه کوو افغاني انجنیرانو ته په لوړ ظرفیت روزنه ورکړو، څو دوی وکولای شي تر ۲ کالو وروسته خپله د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې اجراء کړي.

د مراسمو په بله برخه کې یاد تړون چې میاشتنی لګښت یې ۳۴۸۹۸۶ امریکایي ډالر دي او موده یې ۲ کاله ده، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست او د منصور فاتح شرکت د معاون له لوري لاسلیک شو او د ا.ا د چارو ادارې له لوري د تسهیل کوونکي په حیث هم لاسلیک شو.

بیسن بای مخانوف


دا تړون د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د هغه تعهد په اساس لاسلیک شو چې دې اداره د چارو د افغاني کولو په اړه کړی وو. له دې تړون سره د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ چارو مدیریت پروسه ټوله افغاني شوه او قراردادي شرکت یوازې په تخنیکي برخه کې چې د لوکوموتیونو او یو شمېر تخنیکي متخصصینو برابرول دي، خدمتونه وړاندې کوي.

دا تړون د افغانستان لپاره ډیرې ګټې لري چې له ډلې یې کولای شو د تړون د لګښت خورا ډیر کموالی، د خدمتونو د وړاندې کولو زیاتوالی، افغاني کدرونو ته د ظرفیت انتقال او هغوی ته د عملي کار فرصت برابرول او په ټوله کې د پروسې د مدیریت افغاني کېدل یاد کړو.

مرکز رسانه ها


یاده دې وي چې تر دې مخکې د حیرتان – مزارشریف د انتقالاتو او حفظ او مراقبت قرارداد له ۱۱ کالو راهیسې له یوې ازبکستاني کمپنۍ سره وو. چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دوامدارو هڅو او سخت کار او د ا.ا رهبري په ځانګړې ملاتړ او له امارتي ادارو سره په همغږي د یادې پروژې چارې افغاني شوې او نوی قراردادي شرکت یوازې لوکوموتیونه او یو شمېر تخنیکي متخصصین د ادارې په اختیار کې ورکوي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۱۴/۰۹/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول