د ترکمنستان اوسپنې پټلۍ مسؤلینو سره د افغانستان اوسپنې پټلۍ مسؤلینو ناسته؛ د محصلینو لیږلو پروسه باید چټکه شي

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۹:۲۸
جلسه آنلاین

نن یکشنبه د افغانستان او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ ادارو استازو ترمنځ آنلاین ویډیویي غونډه وشوه چې د افغان اړخ مشري د ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت کوله. دغه آنلاین ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند ترکمنستان ته د معرفي شویو محصلینو د پروسې پر چټکتیا، د آقینې – اندخوی ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د بیلونو په اجراء کولو، له آقینې څخه تر مزارشریف ښار پورې د اوسپنې پټلۍ رسولو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو په تصفیې هر اړخیز بحثونه وشول.

جلسه آنلاین


دې ناسته کې پریکړه وشوه چې د محصلینو د لیږلو پروسه به چټکتیا مومي، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو د تصفیې لپاره به په راتلونکو ۵ ورځو کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي ټیمونه جوړیږي او راتلونکې کې به آنلاین او حضوري ناستو ته دوام ورکول کیږي.

همدارنگه ترکمنستاني لوري ژمنه وکړه چې نږدې راتلونکې کې به یو تخنیکي ټیم اقینې ته را استوي څو له اندخوی ستیشن څخه د اندخوی مرکز ته له وړاندې ډیزاین شوې ۱۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو تصمیم ونیسي.

یاده دې وي چې افغانستان اوس مهال له ترکمنستان هېواد سره په دوو نقطو (تورغونډۍ او اقینه) کې وصل دی او هره ورځ د دواړه هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات کیږي.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

۱۷/۰۷/۱۴۰۱ هـ.ش.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول