د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې د بشپریدو کار داوم

Sayed Zaher Mo…
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۸ - ۱۰:۰
خواف هرات

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې پروژې د بشپرېدو کار  په بالاست اچونی (جغل اچونې)، غربال کولو، د ریل ولدینګ کولو او تمځایونو کې د تعمیر جوړولو په برخو  کې جریان لري.

څرنګه چې د بالاست انتقالیدو بهېر د ریل پر واسطه دوام لري او تر اوسه پورې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېم قطعې په مسیر  او تمځایونو کې، سل ګونه رونټیا بالاست واګونونه تخلیه او ځای پرځای شوي دي.

بل خواته، د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ولډېنګ شوې، چې اوس یې چارې پيل او تاکل شوې  ده چې ژر تر ژره د پاتې ریل د ولدینګ کار بشپړ شي.

همدا رنګه، د دې پروژې د اورزنګ تمځای تعمیر جورړیدو پنځوس فیصد کارونه تکمیل شوي  او په دې مسیر کې د نښو نښانو د نصبیدو  بهېر هم دوام لري.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ دریم قطعې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران  له شمتیغ(خاک سرخ) مرزي نقطې پيل شوی او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.

وروستي خبرونه او راپورونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

په وروستیو ۷ ورځو کې تر ۵۲ زرو ټنو زیات سوداګریز مالونه د حیرتان – مزارشریف له لارې لېږدول شوي

په دې ورستيو ۷ ورځو کې (زمري د ۱۲ تر ۱۸ مه)، ۵۲ زرو ۱۷۰ ټنه زیات سوداګریز مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان- مزارشريف، د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوی دي.

دغه خوارکي توکي د ۸۱۱ واګونونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره وکتل

د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي ولي خان شبګیر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان هیواد سفیر، له ښاغلي علیم‌ خان یاسین گیلدیف سره ولیدل، په همدې لیدنه کې د اوسپنې. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۴:۴۰
Background image

د اوسپنې پټلۍ ادارې د کارمندانو پر موټر، د ترهګریز برید په تړاو ددې ادارې اعلامیه!

نن ګهیځ شاوخوا ۸:۲۰ بجې (شنبه، د زمري ۱۶مه)، د اوسپنې پټلۍ ادارې دری تنه کارمندان چې دندې ته په لاره و، د کابل په ۱۲ ناحیه کې یې پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه.

له بده مرغه، په. . .

تول