د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ مسير د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

Kalimullah Sah…
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
خواف

د روزنک اوسپنې پټلۍ آمریت د حفظ او مراقبت د عملياتي ټيم په هڅو د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د ۶۲ کيلومتره مسير د ۵۰۰ طول متر په امتداد د پاک کارۍ چارې ترسره شوې، چې شاوخوا ۳زره متره مکعبه واوره له ساحې څخه پاکه شوه.

خواف

د ياد مسير د پاک کارۍ چارې د روزنک اوسپنې پټلۍ آمریت د حفظ او مراقبت د ۲۰ کسیز ټيم او يو عراده ریلي شاول په مټ شنبه د حوت په ۱۲مه د ۳۹_۴۰ او ۴۰_۴۱ کيلومتره ترمنځ ترسره شوې.

د روزنک اوسپنې پټلۍ آمریت د حفظ او مراقبت عملياتي ټيم هڅه کوي، چې د پاک کارۍ چارې ماښام تر ۷ بجو پورې تر غوريان سټيشن پورې نږدې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې حوت مياشتي له ۷مې نېټې څخه د دوامداره واورې د اورښت او د باد د سرعت له امله ددې مسير د حفظ او مراقبت، ټرانسپورټ او د تخليې او بارګيرۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي وې.

وروستي خبرونه او راپورونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۴:۴۹
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۱مې څخه د ثور تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۵۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۴۸۹۲۱). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د نایب آباد سټېشن د پراختيا تفاهمنامه لاسليک شوه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د ريل پټلۍ ادارې او کامګار شرکت سره د ثور په ۲۳مه د حيرتان بندر آړوند د نايب آباد سټېشن د پراختيا او معياري کېدو تفاهمنامه لاسليک کړه.

په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۱۴مې څخه د ثور تر ۲۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۳۶۸۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۰۳۹۰). . .

ټول