د مزارشریف-هرات د اوسپنې پټلۍ د پروژې پلي کول

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۴ - ۱۶:۱۷
تطبیق خط آهن مزارشریف هرات

د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د ازبکستان د جمهوريت ترمنځ د اقتصادي همکاريو غونډه د روان کال د وري مياشتې په ۱۱ نېټه د ازبکستان د جمهوريت د لوړ پوړي اقتصادي پلاوي په ګډون په کابل کې ترسره شوه. افغان اقتصادي پلاوی د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي تر مشرتابه لاندې او د دوست هیواد ازبکستان لوړ پوړی اقتصادي پلاوی د یاد هیواد د بهرنۍ پانګونې او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي بدرالدین عابدوف تر مشرۍ لاندې په دې غونډه کې ګډون درلود.

د تېرو کلونو په بهير کې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخيزو اړيکو د اقتصاد په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او دواړه هېوادونه د دې اړيکو د لا پراختيا غوښتونکي دي. د دواړو هېوادونو د همکاريو د ترسره شوو مذاکراتو په جريان کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو، د افغانستان په شمالي سيمو کې د نفت او ګازو د څاګانو په کېندنو، د برښنا او انرژي توليد او توزيع، سوداګرۍ، ټرانزيټ او د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له لارې په دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وشو.

د پورتنۍ يادې شوې غونډې په بهير کې د دواړو هېوادونو د همکاريو د پراختيا څخه سربېره د اوسپنۍ پټلۍ په برخه کې د هرات مزارشريف د اوسپنۍ پټلۍ په پروژې خبرې وشوې او د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د پروژې د تخنيکي اقتصادي مطالعاتو د بشپړېدو خبر ورکړ او څرګنده يې کړه چې د پروژې د مالي تمويل لپاره د نړيوال کانسورتيم د رامنځته کولو په چوکاټ کار دوام لري.

د مزارشریف هرات د اوسپنۍ پټلۍ پروژه په ۶۵۷ کيلومتره اوږدوالي سره د بلخ-جوزجان-فاریاب-بادغیس-هرات له ولايتونو څخه تېرېږي چې د اوسپنۍ پټلۍ د کريډور برخه ده او د افغانستان له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونه د سويلي آسيا سره نښلوي. دا پروژه د افغانستان د اسلامي جمهوريت او ازبکستان د جمهوريت لپاره د اقتصادي اهميت سربېره سيمې ته ستراتيژيک اهميت لرونکې ده.

 

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول