د مزار - کابل - پیښور د ریل پټلۍ تاریخي پروژې د احداث لپاره د لارې د نقشې لاسلیک

Sayed Zaher Mo…
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۹
ARA

تاشکند نن سه شنبه په تاشکند ښار کې د يوي تاریخي ناستې په جریان کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان استازو د مزارشریف - کابل - پیښور د ريل پټلۍ د جوړولو لپاره، د لارې نقشه او پلان لاسلیک کړ. د دې ریل پټلۍ په جوړیدو سره به د سیمه ییزې همکارۍ د پراخولو په لاره کې یو مهم ګام واخیستل شي او "د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له سویلي آسیا سره د نښلولو" ګډه هیله به په واقعیت بدل شي.

د خپلو خبرو په جریان کې، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر چې د ياد ناستې ګډه مشري یې کوله، د دې درې اړخیزې ناستې کوربه توب او چمتووالي لپاره د ازبکستان د جمهوریت څخه مننه وکړه او د دې ګډې بریا لپاره یې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال، ښاغلي سردار امورزاکوف ته مبارکي وویله. د بهرنیو چارو وزیر پدې ناسته کې د نړیوالو مالي سازمانونو د فعال ګډون او د دوی د همکارۍ د چمتووالي څخه هم مننه وکړه.

د دې پروژې د اهمیت په اړه، ښاغلي اتمر وویل: "سيمه ايز اتصال نه یوازې دا چې د اقتصادي ودې او سوکالۍ لپاره د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګوونې د پراخولو په معنی دی؛ بلکه د سولې، ثبات او امنیت لپاره د ظرفیتونو لوړولو او د همکارۍ بنسټونو پیاوړي کول هم دي". ښاغلي اتمر څرګنده کړه چې د درې هیوادونو د ریل پټلۍ د پروژې پلي کول، د افغانستان د سیمه ایز ارتباطي لید لوري یوه مهمه برخه ده. د بهرنیو چارو وزیر همداراز یادونه وکړه چې د سیمه ایز ارتباط په اړه د WTO قواعد پلي کول او د اړینو پالیسیو وړاندوینه کولی شي چې د احتمالي ننګونو په حل او فصل کې موږ سره مرسته وکړي.

وروسته د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر، ښاغلي سردار امورزاکوف په خپل بیان کې، د مزار - کابل - پیښور د ريل پټلۍ پروژې پلي کول د اوسنۍ پیړۍ یوه مهمه او تاریخي پروژه وبلله، یادونه یې وکړه چې د دې پروژې پلي کیدل به په منځنۍ آسیا کې د اقتصادي پرمختګ امکانات برابر کړي. همداراز، ښاغلي امورزاکوف د دي پروژې په بریالیتوب سره پلي کولو لپاره د خپل هیواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

همداراز، د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار ښاغلي عبدالرزاق داؤد د خپل هیواد په استازیتوب، د دي درې اړخیزې غونډې د پیل او د مزار - کابل - پیښور د ریل پټلۍ د جوړولو پروژې د لارې نقشه لاسلیکول يې د سرحدونو آسانګر او د سوداګرۍ لپاره نوي افقونو وبلل. ښاغلي داؤد زياته کړه: "اوس هغه وخت رسيدلي چې د خپلو ستراتیژیکو موقعیت څخه د سيمه د نښلول او د اړیکې د پراختیا لپاره وکارو ترڅو زموږ د سوداګرۍ او اقتصادي تبادلې ظرفیتونو او وړتیاوو په کار واچول شي.

غونډې ته د یو شمیر نړیوالو مالي سازمانونو او بنسټونو استازي په ګډون، د اسلامي پراختیا بانک، د آسیا زیربنا پانګوونې بانک، د بیارغونې او پراختیا لپاره اروپایي بانک، آسیایی پراختیایی بانک، نړیوال بانک، د اروپا پانګونې بانک او د متحده ایالاتو سفیر په ازبکستان کې هم وینا وکړه او د مزار - کابل - پیښور د ریل پټلۍ پروژې تمویل او ملاتړ ته یې چمتووالی اعلان کړ.

منبع : د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۹:۲۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۲۴مې څخه د حمل تر ۳۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۴۰۲۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۵. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن څخه ترکیې ته 1100 مټریک ټنه صادرات ترسره شول

تېره جمعه د حمل په 31مه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې هیواد ته 1100 مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شول.

په يادو صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هيواد مرسينګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

ټول