د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حیرتان ته راورسیده

نن پنجشنبه د وږي ۳۱ مه د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادنو ترمنځ د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه د افغانستان اوسپنې پټلۍ پر مټ حیرتان بندر ته را ورسیده.
د دې اقتصادي دهلیز د عملي چارو د افتتاح او د لومړۍ جوپې سوداګریزو توکو د را رسیدو په مناسبت د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له لوري ځانګړي مراسم ترتیب شوي وو، چې د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي خان محمد مذهبي او مل هیئت، د بلخ والي مولوي قدرت الله ابوحمزه، د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست سرپرست، د چین او ازبکستان استازو او د بلخ ولایت ملکي او نظامي چارواکو په کې ګډون کړی وو.

دې مراسمو کې د بلخ والي میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او دغه اقتصادي دهلیز یې د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښت لرونکی وباله. د غونډې په دوام د اوسپنې پټلۍ ادارې مالي او اداري مرستیال هم وینا وکړه، ښاغلي مذهبي وویل: موږ هڅه کوو سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو، څو سوداګر وکولای شي په اسانۍ سره توکي وارد او صادر کړي چې دا چاره به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې وڼده واخلي.

د غونډې په دوام د د نوي رامنځ ته شوي اقتصادي دهلیز له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حیرتان ته راورسیده او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشرآتو آمریت
۳۱/۰۶/۱۴۰۱ هـ.ش.