د کندهار د اوسپنې پټلۍ آمریت اداري ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Sayed Zaher Mo…
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۰:۵۳
تعمیر اداری خط آهن کندهار

په عینو مینه ښارګوټه کې د کندهار ولایت، د اوسپنې پټلۍ اداري آمریت د ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دا ودانۍ په ۲ زره ۵ سوه مترمربع ځمکه کې په دریو پوړونو کې، جوړه شوې ده.

د کندهار ولایت، د اوسپنې پټلۍ آمریت په کاري اداره کې دفترونه، د کنفرانسونو او غونډو سالون، خوړنځی، پخلنځی، مېملستون، شنه سیمه، سړک او نورې آسانتیاوې، شاملې دي.

ددې پروژې چارې د ۱۳۹۷ کال په تلې میاشت کې د یوه کورني خصوصي ساختماني شرکت (State Corps) لخوا پیل او د روان کال په لیندۍ میاشت کې بشپړې شوې. خو په دې وروستې کې د هغي لومړني تسلیمۍ ترسره شوي. د یادې پروژې قرارداد د تدارکاتو ملي ادارې لخوا له بشپړېدو وروسته یاد شرکت ته سپارل  شوی و.

تعمیر اداری آمریت خط آهن کندهار

د کندهار د رېل پټلۍ پر اداري ودانۍ ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د افغان دولت له پراختیایي بودیجې ورکړل شوی دی.

دمګړۍ د ټرانسپورټ وزارت د اوسپنې پټلۍ اداره په کندهار کې د یو آمریت تشکیل لري او ددې ودانۍ په جوړېدو سره، د کارکوونکو لپاره د کاري دفترونو ستونزه هواره شوېده.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۰
Background image

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو دوو اونیو کې دحمل له ۱۰څخه دحمل تر ۲۳ مې) پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۱۴۹۵متریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۱۳۲۷۱ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخند زاده صاحب حفظه الله تعالی د مبارکۍ پیغام!

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۱۳
Background image

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان د ریل پټلۍ ادارې له معاون او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د ازبکستان هيواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې وکړې.

په ليدنه کې د. . .

ټول