مطبوعاتي بلنلیک!
ټاکل شوې ده، نن دوشنبه، د روان کال د سلواغې ۲۴مه، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په مشري ازبکستان هېواد ته تللی امارتي پلاوی بېرته هېواد ته راستون شي او د خپل سفر راپور له رسنیو سره شریک کړي. د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یاد پلاوي د بېرته راستنېدو د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
ویناوال: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او د پلاوي غړي.
موضوع: ازبکستان هېواد ته د اوسپنې پټلۍ ادارې په مشري د تللي پلاوي د سفر راپور
وخت: دوشنبه، د ۱۴۰۱ کال د سلواغې ۲۴، له غرمې مخکې ۱۱ بجې، هیله ده پر ١٠:۳۰ بجو تشریف راوړئ
ځای: بلخ ولایت، حیرتان بندر، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستي پل.
د اړینې همغږي لپاره دغه شمېرې(۰۷۹۶۴۰۳۰۴۰) سره اړیکه ونیسئ.