مطبوعاتي بلنلیک!
کابل- افغانستان: ټاکل شوې ده، نن دوشنبه، د روان کال د وري ۲۱مه، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کیٍږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
ویناوال: د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبري
موضوع: د اوسپنې پټلۍ ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال راپور
وخت: دوشنبه، د ۱۴۰۲ کال د وري ۲۱، له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې، هیله ده پر ۱۰:۰۰ بجو تشریف راوړئ.
ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز