په اقتصادي عالي شورا غونډه کې "د اوسپنې پټلۍ ادارې د ساختماني شرکت د رامنځتکولو او د ساختماني موادو د چمتو کولو طرحي" تاييد کېدل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه کې د غبرګولى په لومرۍ نېټه (١٣٩٩)، د ویډیوکنفرانس له لارې په دلګشا ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې، لومړی د ټرانسپورټ وزارت سرپرست او اوسپنی پتلی اداری، یما شمس د ساختماني موادو برابرولو طرحه چې د پلونو، پلچکونو، ویالو او استنادي دېوالونو دمخه جوړې (پیش ساخت) ساختماني برخې په کې شاملې دي، غونډې ته وړاندې کړه.
د ټرانسپورټ وزارت سرپرست زیاته کړه، په دې شرکت کې پانګونې ته لېواله کمپنۍ په ترکیې، سوریې او عراق هیوادونو کې په ساختماني برخو کې کافي تجربه لري.
د اقتصاد عالي شورا غونډې له هر اړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید کړه.
همدارنګه جمهوررئیس غني ترانسپورټ وزارت څخه په مننې مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د ملي انکشاف شرکت، حقوقي چارو کې د عالي مقام ارشد مشاوریت، د ملي تدارکاتو ادارې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانچاری واحد او د دولتي او مختلط شرکت د انسجام واحد ته دنده وسپارله چې د شرکت د ایجاد بېلابېل مالي، حقوقي او اقتصادي ابعاد او د ټرانسپورټ وزارت وړاندیزونه وارزوي او د قرارداد د دواړو لوریو مسوولیتونه مشخص کړي.
هغه زیاته کړه، د اورګاډي پټلۍ د ساختماني موادو د برابرولو په برخه کې د پانګونې لپاره د خصوصي سکتور د علاقمندۍ په صورت کې خپلې مشخصې طرحې وړاندې کړي.