په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۲۷۵۹۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۶۸۶۲) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۳۶۳۵) ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۵۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۵۶۴۴۳) ټنه انتقالات چې ټولټال (۴۲۷۵۹۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په حمل میاشت کې له هېواد څخه (۳۰۷۰) متریک ټنه صادرات شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۶جوزا ۱۴۰۲ هـ.ش.