په وروستیو ۷ ورځو کې تر ۵۲ زرو ټنو زیات سوداګریز مالونه د حیرتان – مزارشریف له لارې لېږدول شوي

Sayed Zaher Mo…
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۲۸
انتقالات

په دې ورستيو ۷ ورځو کې (زمري د ۱۲ تر ۱۸ مه)، ۵۲ زرو ۱۷۰ ټنه زیات سوداګریز مالونه او خوراکي توکي، د حيرتان- مزارشريف، د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوی دي.

دغه خوارکي توکي د ۸۱۱ واګونونو پرمټ لېږدول شوي دي، چې لويه برخه يې خوراکي توکي او همداراز نفتي، ودانيز او تجارتي مالونه دي.

وارد شوي توکي لکه؛ ۳۴ زره ۶۲۳ ټنه اوړه، ۶ زره ۵۵۹ ټنه غنم، ۱۲۲ ټنه غوړي، ۴ زره ۸۸۰ ټنه تيل، ۱ زرو ۴۰۷ ټنه اوبلن ګاز، ۳ زره ۷۹۲ ټنه ودانيز توکي او ۱ زرو ۱۵۰ ټنه د هيوادوالو نور اړين توکي دي

همداراز، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې هره ورځ سلګونه ټنه سوداګریز توکي لېږدول کېږي او د آقینې اوسپنې پټلۍ په تم ځایونو کې یې د تخليې او بارګیري بهير په منظم ډول ترسره کېږي.

وروستي خبرونه او راپورونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۳:۳۳
Background image

په حوت میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت میاشتي له لومړۍ نېټې د همدې میاشتي تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې  (۳۵۸۷۳۹) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

په ياده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۴:۱۰
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۲۵مې څخه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل تر ۲مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان اوسپنې. . .

ټول