د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د کندهار اوسپنې پټلۍ آمریت له آمر سره وکتل
نن پنجشنبه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د کندهار اوسپنې پټلۍ آمریت آمر ښاغلي مولوي رحمت الله رحمت سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې کتنه کې ښاغلي مولوي رحمت الله د کندهار اوسپنې پټلۍ آمریت د فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ، شته فرصتونه او ستونزې یې مطرح کړې.
د ادارې سرپرست ښاغلي شرافت د ستونزو د حل د ډاډ ورکولو ترڅنگ وویل: د سپین بولدک – چمن اوسپنې پټلۍ جوړول ادارې ته ډیر لومړیتوب لري او هڅه کوي چې د یادې پروژې چارې ژر تر ژره پیل شي. ښاغلي شرافت زیاته کړه: دا یوه مهمه عایداتي او انکشافي پروژه ده چې د امکان سنجي مطالعات یې مخکې شوي دي او تمه ده نورې چارې یې هم پیل شي.
د ناستې په دوام د ادارې د سرپرست له لوري ښاغلي مولوي رحمت الله ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې او ناسته د خیر په دعاء کولو سره پای ته ورسېده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۲/۰۸/۱۴۰۱ ه.ش.