په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۷۳۷۴۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
د ۱۴۰۱ قوس میاشت له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۷۳۷۴۴) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۰۴۴۹) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۹۸۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۵۳۱۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۴۷۳۷۴۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په عقرب میاشت کې له هېواد څخه (۷۴۷۴) متریک ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه او ټالک پوډر دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۶/۱۰/۱۴۰۱هـ.ش