تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۱۰۴۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي!
تېره اوونۍ کې (د دلوې له ۲۸ مې د کب تر ۴ مې نېټې) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۱۰۴۸) متریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۵۵۶۲) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۴۷۵) ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۰۱۱) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۴۱۰۴۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۹۶۳۷) ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۰۶/۱۲/۱۴۰۱هـ.ش.