په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د حمل میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر پایه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۵۲۹۴۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۲۶۸۹۳۶) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۹۷۰۳) ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۳۰۱۱) ټنه او د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۳۵۲۹۴۰) ټنه نفتي، غیر نفتي ، معدنې ډبرې او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات او ټرانزیټ دي، په حمل میاشت کې له هېواد څخه (۵۹۲۹) مټریک ټنه صادرات او ټرانزیټ شوي چې د صادراتو لویه برخه وچه مېوه، د آنارو جوس او معدني ډبرې دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
• کابل: 0202320933
• بلخ: 0792008090
• هرات: 0793500545
• فارياب: 0794050003
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د نشراتو آمریت
۲۰ ثور ۱۴۰۳هـ.ش.
۳۰شوال مکرم ۱۴۴۵ هـ.ق