د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې د 1400 مالي بودجې طرحه او د برنامو بیا کتنه

Sayed Zaher Mo…
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۴:۱۰
بودجه

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې مشرتابه غړو د 1400 مالي بودجې پلان او په هغه چوکاټ کې د شامل شویو پروژو او برنامو په اړه راپور وړاندې کړ.

پدې ناسته کې د بودجې سپمولو او اغیزمنتیا زیاتوالي، د پایلو پر اساس د بودیجې مصرف، د پروژو ښه پلي کولو او خلکو ته د خدمت کولو لپاره د بودجې کارولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د اهدافو په اړه د راپور له اوریدو وروسته چې ملي شورا ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي، ولسمشر غني لازمې لارښوونې وکړې ترڅو اړوند وزارتونه او ریاستونه وکولی شي پدې برخه کې لا ډیر کار وکړي.

په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې تخنیکې مرستیال او سرپرست انجنیر عبدالباري صدیقي، مالي او ادارې مرستیال میرویس میرزکوال، د دغې ادارې عملیاتي مرستیال انجنیر میرویس غفوري، د مالي وزارت او یو شمیر نورو ادارو چارواکو برخه اخیستې وه.

وروستي خبرونه او راپورونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د اوسپنې پټلۍ پروژو پر غوره پلي کولو او د ډاډمن امنیت پر ټینګښت یې ټینګار وشو

د افغانستان اوسپنې پټلۍ عمومي رییس ښاغلي ولی خان شبګیر تر مشرۍ لاندې ناسته کې چې د عامه ساتنې ملي تصدي سرپرست ښاغلي مل پاسوال احمدفیصل الله‌داد او د INKON KZ قزاقستانی شرکت رییس ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د اوسپنې پټلۍ پروژو په تګلورې کې د ځمکو استملاک پر چټکتیا ټینګار

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومې رئیس ولي خان شبګیر د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د چارو له مرستیال بابر امیني سره لیدنه وکړه او د اوسپنې پټلۍ پروژو په تګلورې کې دځمکو استملاک لړۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۸:۴۱
Background image

د اوسپنې پټلۍ ادارې او د مالیې وزارت تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عملیاتي مرستیال، ښاغلي انجنیر میرویس غفوری، د چهار شنبې پر ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال، ښاغلي عالم شاه ابراهیمي سره، د. . .

تول