په وروستیو ورځو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمده فعالیتونه؛ د اوسپنې پټلۍ په سکټورکې د پانګونۍ جذبول، د ترانسپورټي خدماتو وړاندی کول او د چارو ښه والي لپاره هڅې

Sayed Zaher Mo…
Sun, Jul 11 2021 4:06 PM
فعالیت

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره تل هڅه کوي چې د اوسپنې پټلۍ پروژې د سیمه ییزې نښلونې او پلي کیدو په موخه، د نړیوالو مرسته کوونکو بنسټنو مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي.

په دې لړ کې، د یادې ادارې رهبري د نړیوال بانک او د آسیا پرمختیايي بانک له چارواکو سره خبرې اترې وکړې او هغوی ژمنه وکړه چې د درې ارخیزو پروژو (اوزبیکستان – افغانستان – پاکستان) او نورو پروژو د پلی کېدو لپاره، د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره مرسته وکړي.

همداراز د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد – رالېږد خدمتونو د وړاندې کولو بهېر په ورځنی او منظم ډول ترسره کیږي.

څرنګه چې په لسو ورځو کې له ۳۲ زرو او ۳۵۰ ټنو څخه زیات سوداګریزې توکې لېږدول شوي چې یوه ستره برخه یې خوراکي توکې دي.

همداراز دې ادارې د آزادې سیالۍ له لارې دخپل جوړښت د بشپړیدو په موخه ۹ NTA قراردادي بستونو ازموینه په لاره واچوله او همداراز د آقینې اوسپنې پټلۍ او د زیربنا او جوړوني برخو ریاستونو رییسانو خپلي دندې پيل کړي.

ددې ترڅنګ، د مرستې د هغې هوکړې له مخې چې د یادې ادارې او ماليې وزارت ترمنځ لاسلیک شوې، د ماليې وزارت د اداري او آرشیف دیجیتالي سیستم د اوسپني پټلۍ په اداره کې پلی کېږي.

latest news and reports

BACK TO NEWS