د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د خواف ـ هرات پټلۍ څخه لیدنه وکړه
نن سه شنبه د زمري ۱۱ مه، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او د هرات اوسپنې پټلۍ ریاست رئیس مولوي محمد نسیم محمدي او نورو مسؤلینو د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ دریمې ټوټې له ځینې برخو لیدنه وکړه.
یاد هیئت د روزنک او غوریانو سټېشن څخه د لیدنې پرمهال تخنیکي کارکوونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د یادې پټلۍ ځینې زیانمن شوي برخې یې له نږدې وکتلې چې د ترمیم لپاره به یې ورورسته اړین ګامونه پورته شي.
د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ دریمه ټوټه ۶۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې د وروستیو تحولاتو پر مهال زیانمنه شوې وه او په پام کې دې چې ژر تر ژره یې ترمیمات پیل او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. چې په ګټه اخیستنې سره به یې له ایران هېواد سره د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات پیل او هېوادوالو ته هوسایي ورپه برخه شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
د نشراتو آمریت
۱۱/۰۵/۱۴۰۱هـ.ش.