د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ازبکستان هېواد ته په رسمي سفر ولاړ

Sayed Zaher Mo…
Thu, Sep 08 2022 9:17 AM
سفر ازبکستان

نن چهارشنبه د وږي ١٦مه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئيس ملا بخت الرحمن شرافت په یوه رسمي سفر ازبکستان هېواد ته د قرغزستان، ازبکستان، چین او افغانستان ترمنځ د نوي جوړيدونکي اقتصادي دهلیز پر سر بحث ناسته کې د ګډون په موخه یاد هیواد ته ورسید.

دې رسمي سفر کې چې مالي او اداري مرستیال یې هم ملتيا کوي، نن ورځ د افغانستان - ازبکستان تعليمي مرکز له مشر ښاغلي آیبیک روزیوف سره په ترمذ ښار کې د افغانستان جنرال کونسلګري دفتر کې ناسته وشوه.

دې ناسته کې چې افغان جنرال کونسل ښاغلي ادریس هم حضور درلود، د تعليمي مرکز مشر د اوسپنې پټلۍ تازه فارغ شوي افغان محصلینو ډیپلومونه عمومي رئيس ته وسپارل

سفر ازبکستان


ناسته کې ښاغلي روزیوف وعده وکړه چې هڅه کوي خپل حکومتي مسؤلین وهڅوي څو افغان محصلینو ته نور تعليمي بورسونه هم ورکړي.

د دې رسمي سفر کوربتوب ازبکستان کوي او تمه ده د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو استازي د يوه نوي اقتصادي دهلیز پر جوړېدو خبرې وکړي.

د اوسپنې پټلۍ اداره

د نشراتو امریت

١٦/٠٦/١٤٠١

latest news and reports

BACK TO NEWS