د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل!
نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال ښاغلي مارکس پوټزل او مل هیئت سره وکتل.
دغه لیدنه کې ښاغلي شرافت دوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اړوند مختصر معلومات وړاندې کړل.
د ملګري ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ښاغلي پوټزل وویل چې دوی علاقه مندي لري څو د دې بنسټ له لوري افغانستان ته رالیږل کېدونکې مرستې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته را انتقال کړي، څو وکولای شي پر وخت سره خپلې بشردوستانه مرستې افغانانو ته ورسوي.
ښاغلي شرافت دوی ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د دوی انتقالاتو ته چمتوالی لري او هڅه کوي دوی ته ځانګړي سهولتونه برابر کړي.
همدارنګه دغه ناسته کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې پر اقتصادي او سیمه اییز اهمیت بحث وشو او ښاغلي پوټزل څرګنده کړه چې هڅه کوي په یاده پروژه کې د پانګونې او مالي لګښت د ورکولو په موخه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پیغام آسیا پراختیایي او نړیوال بانک ته ورسوي او دغه بنسټونو ته په یاده برخه کې قناعت ورکړي.
۱۹ مېزان ۱۴۰۲ هـ.ش.