د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په استراخان فورم کې ګډون او وینا وکړه!

Kalimullah Sah…
Thu, Oct 26 2023 8:33 AM
د شرافت وینا

نن چهارشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رئیس ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په مشري او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت استازي ښاغلي حاجي محمد ابراهیم حکمت، د بهرنیو چارو وزارت استازي ښاغلي ضیاالدین امین او د اوسپنې پټلۍ ادارې د بهرنیو اړیکو آمر ښاغلي عبدالمالک روحاني په ګډون افغان پلاوي استراخان نړیوال فورم کې ګډون او ښاغلي شرافت وینا وکړه.

د قدیر الطویف وینا

دغه فورم کې ښاغلي شرافت خپله وینا د افغانستان او روسیې ترمنځ دوستانه اړیکو په پراختیا سره پیل کړه او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ  او د پانګونې برخو او فرصتونو اړوند یې اړین معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل، ښاغلي شرافت وویل: افغانستان د سارک (SAARC) او ایکو (ECO) سازمانونو د یوه غړي په توګه خپل ارزښت لرونکي جغرافیوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال - جنوب ترمنځ د اتصالي کورېدور رول ولوبوي.

د شرافت وینا په روسیه کې

همدارنګه دغه نړیوال فورم کې چې د بېلابیلو هېوادونو استازي، مالي او پولي بنسټونه، سوداګر او پانګوال حضور لري، ښاغلي شرافت ګډونوالو ته دعوت ورکړ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي او دوی ته یې د پانګونې په برخه کې د هر راز همکارۍ او سهولتونو د چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.

یاده دې وي د استراخان نړیوال فورم چې موخه یې د شمال او جنوب هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو چټکتیا او په دې برخه کې د لا سهولتونو رامنځ ته کول دي، د روسیې په کوربه توب دایر شوی او تر دا مهاله دوام لري. همدارنګه په نظر کې ده افغان هیئت د بېلابېلو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

۳ عقرب ۱۴۰۲هـ.ش.

latest news and reports

BACK TO NEWS